IQNA

په کربلا کې د اهل بیت(ع)د قرآن  د ترټولو دایرةالمعارف مخ کتنه وشوه

10:28 - February 08, 2025
د خبر لمبر: 3490602
ایکنا –په کربلا معلی کې د امام حسین علیه السلام د شپږم نړیوالل سمینار په څنډې کې د  اهل بیت (ع) د ترټولو لوي قرآنی دایرةالمعارف  افتتاح شو.

 ایکنانیوز له عراقه راپور راکړ، د اهل بیت (ع) د هغې  قرآنی دانشانمې د مخ کتنې دستورې چې  شپیته ټوګه لري، او د قرآنی مطالعاتو په تاریخ کې ترټولو لویه دانشانمه  حسابیږي، د سلواغې په اولسمه نیټه  په کربلا معلی کې  دحضرت  امام حسین علیه السلام  د مقدس حرم په صحن کې  ترسره شوې.

په دغو دستورو کې  د حسینی حرم د شرعي چارو متوَلي  شیخ عبدالمهدي الکربلائي  او یوشمیر نورو دیني اوپوهنتوني  شخصیّتونو پکې ګډون درلود.

دغه دایرة المعارف پر شپیتو ټوکو او په څه دپاسه ۳۵ زره قرآني متنونو مشتمل دی  چې د کلام الله مجید د معاني په بیانولو کې  د اهل بیت علیهم السلام  د میراث په اساس  دهغو  دعلومو او د قرآن  تفسیر  وړاندې کوي.

د اهل بیت (ع) د دایرةالمعارف  د اجرائي کمیټې مشر سید مرتضی جمال الدین  په دې باب ووئيل؛ دا دایرةالمعارف د هغې متخصصې عملې  په مشارکت سره  د مستند کونې او غونډولو او تحقیق  لس کلنه نتیجه ده چې  ددغه لوي  اثر د تولید لپاره ئې خپل  نهایت توان کارولی دی.

 هغه ووئيل د علمیه حوزې پر عالمانو او فاضلانو سربیره ، ددغه دایرةالمعارف  په بشپړولو کې د کربلا او بابل  د دوو پوهنتونونو یوشمیر استاذانو هم ګډون درلود او دغه پروژه  د حسینی حرم د شرعي چارو د متولي  شیخ عبدالمهدي کربلائي  په پراخ ملاتړ سره  ترسره شوه.

سید مرتضی جمال الدین روښانه کړې ده ، د اهل بیت (ع) قرآنی دایرةالمعارف په لومړي ځل ، د امام حسین  مقدس آستان سره اړونده د ؛الوارث؛ چاپ ځای له خوا چې یو ترټولو پرمختللی مرکز  حسابیږي،  زر نسخې  خپرې کړي دي.

د یادولو ده چې داهل بیت (ع) قرآنی دایرةالمعارف د هغه علمي او تخنیکی چارو یوه مهمه بریا ده چې  د قرآن او اهل بیت علیهم السلام  په خدمت کې ئې د امام حسین  د مقدس حرم  اعتبار  نوره هم زیات کړی دی ا په مختلفو ډګرونو کې دعلمي پراختیا تحقق او د قرآنی کلتور پياوړتیا ته د حسینی آستان د اهتمام ښودنه کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4264435

captcha